ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی، د کاتولیکانو د رهبر د دفتر یوه مسئول پادری کوین فارل په یوه رسمي اعلامیه کې د پاپ فرانسیس د مړینی خبر تایید کړی دی .
پاپ فرانسیس په ۲۰۱۳ کال کې وروسته له هغې چې پاپ بندیکت شپاړسم استعفا ورکړه، د کاتولیک کلیسا نوی مشر وټاکل شو، او لومړنی پاپ و چې د سویلي امریکا له وچې ټاکل شوی و
د هغه روغتیا په وروستیو کلونو کې د رسنیو او د هغه د پیروانو تر پاملرنې لاندې وه.
واتیکان په مارچ کې اعلان کړی و چې پاپ فرانسیس سینه بغل دی، خو روغتیايي حالت یې ښه دی.
داپه داسې حال کې دي چې پاپ فرانسیس یو معتدل شخصیّت او رهبر ؤ او په نړۍ کې ئې د ظلم او استبداد په ضد زیاترو وختونو کې خپل نظر څرګند کړی او د هغوی په ضدئې خبره کړې ده . پاپ فرانسیس د فلسطین د مظلوم ولس په ملاتړ کې په کرتو خپل نظر څرګند کړی او د ظالمانو او جنایتکارو جنایتونه ئې په سخته محکوم کړي دي.
https://parstoday.ir/ps/news/event-i159230